Jump to content

Talk:ملنګ شم

Add topic
From Wikisource
Latest comment: 24 days ago by 198.238.213.149 in topic Correction

Correction

[edit]

زه چې راواخلمه کچکول او ستا ملنګ شم نو هغه ساعت به تېر له نام و ننګ شم

نام و ننګ به وي هغه ځای رانه پاتې په کوم ځای کې چې زه ستا په تهمت رنګ شم

پروا نشته که دنيا راپورې خاندي ماشوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم

ستا په عشق کې که ستي شمه په اور کې فخر کاندم که زه ياد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی وا به نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شم

په شا تلل د ميړنيو بدنامي ده اوس به زه “ملنګ جان” څه رنګه په څنګ شم 198.238.213.149 07:29, 4 February 2025 (UTC)Reply