ما شراب خوړلي نه ، په حد واهه شم
ما شراب خوړلـــــي نه ، په حـــد واهـه شم
كــــــه يـې وخــورم ، خبـــر نه يم چــې به څه شم
په هر لـــــــوري چـې نظر كوم اغيـار دى
د زړه حـال وچـاته وويلـى نه شم
زمانـــــــې راباندې وكـړې هسې چـارې
لكـه در د خرمهرو ســــره پييه شــم
د اورنگ پادشاه په دور عدل نشته
تر طناب لاندې په شهـر كې لوټه شـم
كه د رنـځ دارو مې كړې طبيه ! وخت دى
هاله ستـا دارو ومه شه چې په تله شم
خپل خوني وچاته څه ښايم په گوته
چې د چا د لاسه مرمه ، خود ليده شم
درسته شپه لكه اغزي په زړه څرخيـږي
د فراق غمونه ، څرنگه اوده شم
هېڅ په سترگو ليده نشي ، يو قصاب دى
نه يې لاس نه يې چـــاړه ، په زړه ورژه شـــــــم
لكه و په هغه شـان په وفا ټينگ دى
چې تر يار يې خجل نه كړم ځار تر زړه شـــــــم
په دا لـوڅو پـــــــــوڅو نه رسم تر ســــــــرايه
د سيميـا علم مې نشته ، چې مرغه شـــــــم
خلق تشې تسې كا، زه له ځلې
د هلك غوندې د هر سـړي په خوله شم
الهــداد چې بند په بند گوتې په تار ږدي
د خوږ زړه دمه مې شــي ، څه خو تابه شـــــــم
نه شېخـــان ، نه طبيبـان ، نه ساحـــران شته
چې له دې رنځه د چـــــــا په سبب ښه شـــــــم
زه خوشحال له نورو څه لره فريـاد كړم
په زړه زړه واړه په خپل غشې ويشته شـــــم
This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |