د اشناى په فكر خوښه هسي شان شوم
Appearance
د اشناى په فكر خوښه هسي شان شوم
نه پوهېږم چې “ممتاز” كه ” نورجهان” شوم
چي يې كړمه ستا په مينه سرفرازه
ثنا خوانه په څو رنګه د رحمان شوم
چي مجاز مي د اياز ولاړى له زړه نه
سر بلنده تر محمود غوند سلطان شوم
و هر چا وته چې ګورم واړه دى دئ
د جمال په نندارو يې شادمان شوم
غير فكر مي له زړه نه را بهر شو
پر خليل و پر عدو باندي يكسان شوم
“حليمې” د غماز مكر زيات له حد شو
چي دي بېل له ياره نه كا په ګمان شوم
![]() |
This work was published before January 1, 1930, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |